Home » سیمه او نړی » بایډن: د درېیو میاشتو په لړ کې باید د کرونا ویروس اصلي سرچینه پیدا شي
رویداد خبري آژانس
د امریکا ولسمشر جو بایډن

بایډن: د درېیو میاشتو په لړ کې باید د کرونا ویروس اصلي سرچینه پیدا شي

د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر جو بایډن د خپل هېواد له استخباراتي ادارو غوښتي چې د کرونا ویروس د راپیدا کېدو منشا په درېیو میاشتو کې پیدا کړي.

بایډن ټینګار کړی چې دغه موندنې باید په درېیو میاشتو کې بشپړې شي، ځکه لا هم مالوم نه دی چې دا ویروس له کوم ځایه خپور شوی دی.

هغه ویلي:” تردې دمه ترلاسه شوي معلومات بشپړ نه دي، څو څرګنده شي چې کرونا ویروس له څاروي انسان ته لېږدیدلی که له لابراتواره بهر خپور شوی دی؟ هبله ده ټول لابراتوارونه په دې تحقیقاتو کې مرسته او همکاري وکړي.”

نوموړي دغه راز له چین څخه هم وغوښتل چې له استخباراتي بنسټونو سره په دې برخه کې همکاري وکړي.

تر دې وړاندې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ګډون یو شمېر امریکايي چارواکو د کرونا اصلي سرچینه چین بللی و او په دغه هېواد یې تور پورې کړی و چې یاد ویروس یې په نړۍ کې خپور کړی دی.

د مالوماتو له مخې، کرونا وبا په لومړي ځل د چین له ووهان ښاره نورې نړۍ ته خپور شو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...