Home » سیمه او نړی » بایډن د امریکا راتلونکو ټاکنو ته رسمآ خپله کاندیداتوري اعلان کړه

بایډن د امریکا راتلونکو ټاکنو ته رسمآ خپله کاندیداتوري اعلان کړه

د امریکا ولسمشر جو بایډن په رسمي ډول اعلان وکړ چې، دی د ۲۰۲۴ کال ټاکنو کې بیا ځان کاندیدوي.

نوموړي له رایې ورکونکو وغوښتل چې ده ته د دندو د پای ته رسولو لپاره نور وخت ورکړي او د نورو څلورو کلونو لپاره د امریکا د تر ټولو زاړه ولسمشر د دورې د اوږدولو په اړه دې خپلې اندېښنې لرې کړي.

که بایډن دغه ټاکنې وګټي، د دویمې دورې په پای کې به نوموړی ۸۶ کلن وي.

تر دې وړاندې د امریکائیانو ترمنځ د بایډن زیات عمر لرلو له امله داسې ګنګوسې وې، چې ډموکراتان به کوم بل نوماند وړاندې کړي، خو بایډن په دې اعلان سره ټولې ګنکوسې غلطې ثابتې کړې.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...