Home » سیمه او نړی » بایډن د اسراییل صدارعظم ته: د غزې نښتو کې د پام وړ کموالي تمه لرم
رویداد خبري آژانس
د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره

بایډن د اسراییل صدارعظم ته: د غزې نښتو کې د پام وړ کموالي تمه لرم

د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسراییل صدارعظم بنیامین نتانیاهو ته ویلي چې د غزې په جګړو کې په لسمه ورځ د پام وړ کموالی تمه لري.

سپینې ماڼۍ د مې په ۱۹مه نېټه په یوه اعلامیه کې وویل چې ولسمشر بایډن د دغو جګړو له پیل راهیسې څلورم ځل له نتانیاهو سره په خبرو کې ویلي چې اوربند ته د رسېدو یوه حل لاره غواړي.

په ځواب کې نتانیاهو ویلي چې په پام کې لري تر هغو به پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي، څو اسراییلي وګړو ته یې امنیت نه وي راوستلی.

د مې له لسمې نېټې راهیسې پر غزې د اسراییلو هوایي بریدونه او د اسراییل پر خاوره د فلسطیني ملېشو راکټي بریدونه دوام لري.

د مې په ۱۹مه نېټه له لبنانه څلور توغندي پر اسراییلو ویشتل شوي چې په غبرګون کې د اسراییل پوځ د لبنان پر خاوره بمبارۍ کړي دي.

د راپورونو له مخې په دغو بریدونو کې په غزه کې تر ۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

اسراییل وایي، په دغو وژل شوېو کې لږ تر لږه ۱۵۰ تنه یې ملېشې دي.

د اسراییل لوري ته هم د ۱۲ کسانو وژنه تایید شوې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...