رویټرز خبري اژانس د اسراييلو د لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو له قوله ویلي، اسراييلي کابینې دغه تړون منلی دی.
د ویلو ده چې د اسراييلو او حزب الله ترمنځ د اوربند منځګړیتوب امریکا او فرانسې کړی دی.
دغه تړون داسې مهال منل شوی چې هره ورځ د اسراییلو لخوا د لبنان پر حزب الله د بریدونو له امله ګڼ شمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
بلخوا د ملګرو ملتونو سرمنشي، انټونیو ګوترش هم د دغه اوربند هرکلی کړی او هیله یې ښودلې چې دغه اوربند دواړو هېوادونو تر منځ د جګړې د پایته رسېدو لامل شي.
ورته مهال د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، د دغه اوربند له لارې به په لبنان کې د لسګونو کسانو د وژل کېدو مخه ونیول شي.