د امريکا ولسمشر جوبايډن د امريکايي وګړي مارک فريريکس چې دوه کاله وړاندې په کابل کې برمته شوی، د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
سپينې ماڼۍ په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې د ولسمشر بايډن له قوله ويلي، برمته شوی مارک يو ساختماني انجنير او د امريکا قراردادي دی. په اعلاميه کې زياته شوې چې د يوه بېګناه امريکايي وګړي خونديتوب ګواښنه امريکا ته د منلو وړ نه ده.
بايډن له طالبانو غوښتي، که غواړي د رسميت پېژندنې پر مسئلې يې غور وشي، نو ژر تر ژره دې مارک فريريکس خوشی کړي. له دې سره د امريکا بهرنيو چارو وزارت هم څرګنده کړې چې له طالبانو سره په هره ناسته کې يې د مارک د خوشې کولو مسئله د لومړيتوب په توګه مطرح او راپورته کړې ده.