د امريکا او افغانستان ولسمشرانو پرون د جمعې په ورځ (د چنګاښ په ۴مه) په سپينه ماڼۍ کې سره ولېدل او د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړيکو نوي څپرکي په پرانيستو يې خبرې وکړې.
د امريکا ولسمشر جوبايډن په دغه لېدنه کې ډاډ ورکړ، که څه هم سرتېري به يې له افغانستان ووځي خو د نوموړي په خبره امريکا به له دغه هېواد سره خپل مشارکت دوامداره وساتي او ګڼو برخو کې برخو کې به مرستو ته دوام ورکړي.
ولسمشر بايډن څرګنده کړې چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو په وتلو سره به، د دواړو هېوادونو ترمنځ مشارکت پايته ونه رسېږي او په خبر يې امريکا به له افغان ځواکونو سره پر مرستو سربېره، په اقتصادي او سياسي برخو کې هم له افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.
ولسمشر محمد اشرف غني هم د ولسمشر بايډن ژمنو ته په پام سره په ياده ياده غونډه د امريکا همکاري ستايلې او ټينګار يې کړی چې نوموړی هېواد دې د افغان ځواکونو په تمويل او تجهيز کې پوره همکاري وکړي.
ولسمشر غني په خپلو خبرو کې د افغان ځواکونو له لوري د طالب وسلهوالو د پرمختګ مخنيوي ته هم اشاره وکړه او زياته يې کړه چې افغان ځواکونه د هېواد په سوېل او شمال کې له يادې ډلې د ۶ ولسواليو په بېرته نيولو توانېدلي دي.
له ولسمشر بايډن سره له لېدنې وروسته ولسمشر غني په يوه جلا خبري کنفرانس کې هم يو ځل بيا د امريکا د نظامي، اقتصادي او سياسي مرستو د دوام يادونه وکړه.
غني زياته کړه چې بايډن له افغانستان سره د ۳.۳ ميليارد ډالرو په اندازه د مرستې وړاندې کانګرېس ته لېږلی او په خبره يې د کانګرېس غړيو هم د يادې مرستې د منظورۍ ډاډ ورکړی دی.
د راپورونو له مخې د ولسمشر غني او ولسمشر بايډن له لېدنې څو ساعته مخکې په افغانستان کې دېره امريکايي ځواکونو پر وسلهوالو طالبانو دوه هوايي بريدونه وکړل.
امريکايي رسنيو ويلي چې دا بريدونه په بغلان ولايت کې د بېپيلوټه الوتکې پر مټ د طالبانو پر سنګرونو شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ولسواليو او سيمو نېولو په موخه جګړه زياته کړې او د جګړې دا زياتوالی په هېواد کې د وېجاړۍ او مرګ ژوبلې زياتېدو لامل شوی دی.