Home » سیمه او نړی » بايډن: له روسيې سره د جګړې لپاره کافي وسلو ته د اوکراين لاسرسی به يقيني شي

بايډن: له روسيې سره د جګړې لپاره کافي وسلو ته د اوکراين لاسرسی به يقيني شي

د امريکا ولسمشر جوبايډن وايي، له اوکراين سره د مرستو له لارې هڅه کوي څو دا باوري چې دغه هېواد د روسي ځواکونو پر وړاندې د جګړې کولو په موخه کافي وسلې او مهمات لري.

نوموړي پرون دوشنبه ناوخته د (کب په ۲۳مه) خپل ټوېټر کې ويلي، امريکا ژمنه ده چې د اوکرايني وګړو د ژوند خونديتوب په موخه دې هېواد ته تغدې مالي مرستې او خوراکي توکي ولېږي.

جوبايډن د اوکرايني او روسي ځواکونو ترمنځ د جګړې له امله له اوکراين وتونکو کډوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ويلي، امريکا يادو کډوالو ته د سرپنا په برابرولو کې د نورو هېوادو په څېر ډېرې همکارۍ ته چمتوو ده.

دا په داسې حال کې ده چې پرون دوشنبه ځينو امريکايي سرچينو هم نړيوالو رسنيو ته ويلي وو، چې روسيه په اوکراين کې کمزورې شوې او له چين څخه يې د نظامي مرستې غوښتنه کړې ده.

خو روسيې تل د امريکا دا ډول ادعاوې رد کړي او ويلي يې دي، چې روسيه په اوکراين کې هر ډول اقدام په خورا تدبير ترسره کوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...