د امريکا ولسمشر جوبايډن په يوه تازه اقدام کې د خپل هېواد له وګړو سره ژمنه کړې، چې په مستقيمه توګه به د اوکراين جګړې ته امريکا نه ور ټېل وهي.
نوموړي دا څرګندونې د امريکا د منځمهاله ټاکنو د پايلو اعلان په تړاو د سپينې ماڼۍ له لوري خپرې شوې وينا کې کړي دي. جوبايډن زياته کړې، نه غواړي چې هېواد يې د اوکراين په جګړه کې په مستقيمه توګه دخيل شي او په خبره يې په دې توګه له درېيمې نړيوالې جګړې مخنيوی کول غواړي.
هغه ټينګار کړی، چې امريکا په دې هڅه کې ده څو د نړيوالې درېيمې جګړې د عوامله مخنيوی وکړي او په همدې موخه د اوکراين په جګړې کې مخامخ ونډه نه اخلي.
له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې امريکا پر اوکراين فشار راوړی څو د جګړې ختمولو په موخه له روسيې سره مخامخ مذاکرات وکړي.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين هم خبرداری ورکړی و، چې د امريکا په شمول لوېديځ هېوادونه دې د اوکراين په جګړه کې د دخالت هڅه نه کوي؛ ځکه د نوموړي په خبره دا کار له زيان ډک دی.