د امريکا ولسمشر جو بايډن پرون يکشنبه ناوخته د (وږي په ۱۱مه) په نړۍ کې د ترهګرۍ پر څارلو او د هغې د ځالو پر له منځه وړلو ټينګار کړی دی.
بايډن دا څرګندونې په پنټاګون کې د سپټمبر ۱۱مې د بريد ۲۱مې کليزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته کړي او ويلي يې، چې امريکا به په نړۍ کې د ترهګرۍ څارلو او د هغې له منځه وړلو ته دوام ورکړي.
نوموړي زياته کړه، په داسې حال کې چې امريکا په افغانستان کې خپل پوځي حضول او جګړه پای ته رسولې، خو په خبره د نوموړي په مشرۍ حکومت پر امريکا بيا د ورته بريد مخنيوي ته ژمن دی.
بايډن زياته کړې، د امريکا د امنيت خونديتوب په موخه به د دفاعي او استخباراتي متخصصانو پر مټ د هغو ترهګرو ډلو څار ته دوام ورکوي، چې د نوموړي په خبره نويو سيمو ته يې وده کړې ده.
نوموړي په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ايمن الظواهري وژل کېدو ته په اشارې سره وويل، چې نوموړی نور د امريکا خلکو ته خطر نه شي پېښولی.
ايمن الظواهري تېره مياشت د کابل په تر ټول خوندي سيمه شيرپور کې د امريکا بې پيلوټه الوتکې له لوري په نښه او له منځه يووړل شو. تر اوسه د افغانستان سرپرست حکومت د نوموړي وژل کېدل نه دي تائيد کړي.