د امريکا ولسمشر جوبايډن وايي، له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو بهير له پلان سره سم ښه روان دی. خو په خبره يې د دغه بهير بشپړېدل ښايي وخت ونيسي.
نوموړي پرون د جمعې په ورځ د (چنګاښ په ۱۲مه) د يوه خبري کنفرانس پرمهال خبريالانو ته وويل، که څه هم له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو بهير دوام لري، خو ممکن دا بهير په راتلونکو څو ورځو کې بشپړ نه شي.
له دې وړاندې ځينو رسنيو راپور ورکړی و چې ټاکل شوې په راتلونکو دوو ورځو کې د روانې جولای په ۴مه له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو بهير بشپړ شي.
جوبايډن د افغانستان حکومت د دوام په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې زياته کړه، ډاډه دی چې افغان مشران به حکومت وساتلی شي د دغه هېواد حکومت به دوام وکړي.
نوموړی چې د افغانستان په اړه له بېلابېلو پوښتنو سره مخ و د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې وويل، له بهر څخه په افغانستان کې د هوايي بريدونو ترسره کولو په موخه چې له افغان ځواکونو د ملاتړ په توګه به ترسره کېږي، چمتووالی نيول شوی دی.
په عام ګومان داسې ښکاري چې امريکايي ځواکونه د افغانستان ملي دفاع وزارت ته د بګرام هډې په سپارلو سره، له افغانستان څخه په بشپړه توګه وتلو ته نږدې شوي دي.
خو ټاکل شوې دا بهير د راتلونکي سپټمبر تر ۱۱مې پورې بشپړ شي.