د امريکا او روسيې ولسمشرانو پرون چهارشنبه د (غبرګولي په ۲۵مه نېټه) په جينوا کې مخامخ لېدنه وکړه او د دوه اړخېزه مسايلو ترڅنګ يې پر يو شمېر نړيوالو مسايلو هم خبرې وکړې.
په دغه لېدنه کې دواړو لوريو هوکړه کړې چې په نړيواله کچه د وسلو د کنټرول پر سر به خبرو ته دوام ورکوي او دغه راز به مسکو او واشګټن ته د ډيپلوماټيکو اړيکو بيا نورمالولو په موخه خپل سفيران بېرته لېږي.
دې لېدنې چې له ۳ ساعتونو يې ډېر وخت ونيو، په کې د اوکراين پر مسئله او د سايبري بريدونو مخنيوي په اړه هم بحث شوی.
د امريکا ولسمشر جوبايډن چې له لېدنې وروسته يې خبري کنفرانس ته خبرې کولې لېدنه وستايله او ويې وويل، په بحث کې يې هېڅکله ګواښنه نه ده کړې او يوازې يې د سايبري امنيت ترڅنګ د امريکا ګټې واضيح کړې دي.
نوموړي زياته کړې چې ولسمشر پوتين ته يې په واضيح توګه ويلي، که روسيه خپلو مداخلو ته دوام ورکړي نو امريکايي به يې پر وړاندې بې ځوابه پاتې نه شي.
په ورته وخت کې د ورسيې ولسمشر ولاديمير پوتين هم په نړۍ او په ځانګړې توګه په امريکا کې د تور پوستو بشري حقونو قضيې ته اشاره وکړه.
د نوموړي په خبره، روسيه له امريکا سره په دې برخه کې خواخوږې ده او نه غواړي چې ورته پېښې يې په خپله خاوره کې تکرار شي.
که څه هم د امريکا او روسيې ولسمشرانو ياده لېدنه ګټوره بلل شوې، خو د راپورونو له مخې لا هم په ګڼو برخو کې د دواړو خواوو ترمنځ اختلاف پر ځای پاتې دی.