Home » افغانستان » بايډن: افغانستان د واحد دولت تر ادارې لاندې د يووالي وړتيا نه لري

بايډن: افغانستان د واحد دولت تر ادارې لاندې د يووالي وړتيا نه لري

د امريکا ولسمشر جوبايډن يو وار بيا د افغانستان په اړه پاروونکې څرګندونې کړې او ويلي يې دي، چې افغانستان د يوه واحد دولت تر چتر لاندې د يووالي وړتيا نه لري.

نوموړي دا څرګندونې پرون چهارشنبه د (مرغومي په ۲۹مه) د خپل حکومت د کال پوره کېدو په مناسب جوړ شوي خبري کنفرانس ته کړي دي. د بايډن په ټکو، د قوي دليل له مخې افغانستان د امپراتوريو هديره ده؛ خو دغه هېواد بيا د يووالي وړتيا نه لري.

نوموړي په خپلو خبرو کې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د اېستلو له پرېکړې دفاع کړې او ويلي يې دي، که څه هم په دې برخه کې پرې نېوکې ډېرې دي؛ خو له ورته اقدام پرته يې بله لار نه درلوده.

بايډن زياته کړې چې په افغانستان کې يې د ځواکونو اوونيز لګښت يو مېليارډ ډالرو ته رسېد او دې لګښت ته په پام سره د يوې سوله‌ييزې حل لارې رامنځته کېدو احتمال نه و.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې طالبانو ته هم اشاره درلوده او د ده په ټکو، د طالبانو د بې کفايتۍ له امله په افغانستان کې د پېښېدونکو شرايطو په اړه خپه دی؛ خو په خبره يې د نړيوالو مسايلو زياتوالي له امله نه شي کولی هرې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

د بايډن ورته څرګندونې په تېر او اوس کې د افغانانو له غبرګون سره مخ شوي او نوموړی يې د افغانستان په اړه د مالوماتو له خلا سره مخ بللی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...