د امريکا ولسمشر جوبايډن وايي، هېواد يې له روسيې سره د ښو مناسباتو غوښتونکی دی او په خبره يې په دې اړه به له ولسمشر پوتين سره مفصلې خبرې وکړي.
بايډن چې پرون دوشنبه د (غبرګولي په ۲۴مه نېټه) يې په بروکسل کې خبري کنفرانس ته خبرې کولې وويل، له ولسمشر پوتين سره په ليدنه کې به واضيح کړي چې سپينه ماڼۍ له کريملېن سره د جګړې پر ځای د ښو اړيکو غوښتونکې ده، خو په خبره يې که روسيه په راتلونکې کې هم ناسمو اقداماتو ته دوام ورکړي، نو د ډيموکراټيکو ارزښتونو د خونديتو په موخه به يې پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.
نوموړی زياتوي چې له ولسمشر پوتين سره د لېدنې اجنډا په اړه يې له خپلو متحدانو سره مشورې کړي او پر همدې اساس نه غواړي له روسيې سره جګړې ته ننوځي.
جوبايډن د خپلو خبرو په ترڅ کې د اوکراين موضوع ته هم اشارې کړې ويلي يې دي، د اوکراين حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا په اړه يې مبارزه کړې او له خپلو متحدانو سره يو ځای د يادې مبارزې په ترڅ کې د ترلاسه شويو ارزښتونو خونديتوب ته ژمن دی.
ټاکل شوې چې د امريکا او روسيې ولسمشران به سبا چهارشنبه د (غبرګولي په ۲۶مه نېټه) د سويس په جينوا کې سره وګوري. د دې ليدنې په اړه تمه کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړيکو کې رامنځته شوې ترينګلتيا به له منځته يوسي.
له دې څو ورځې وړاندې ولسمشر پوتين له NBS ټلوېزون سره په مرکه کې ويلي وو، چې له امريکا سره د روسيې اړيکې تر اخيري حده راټيټې شوي دي.