د اسپانیا کوپادلرې کپ پایلوبه تېره شپه د بارسلونا او اتلاتیک بلباوو فوټبال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پکې بارسلونا څلور ګولونه پر صفر اتلاتیک بلباوو لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه او دا جام یې د ۳۱م ځل لپاره خپل کړ.
د بارسلونا لپاره تېره شپه انتونیو ګریزماین په ۶۰مه، پرینکي ډیانګ په ۶۳مه او لیونل میسي په ۶۸مه او ۷۲یمه دقیقه کې ګولوهنې وکړې.
بارسلونا لوبډلې ۳۱ ځلې، اتلاتیک بلباوو ۲۳ ځلې، ریال ماډریډ ۱۹ ځلې، اتلاتیک ماډریډ ۱۰ ځلې، والینسیا ۸ ځلې، زرګوزا ۶ ځلې، سویا ۵ ځلې، اسپانیول ۴ ځلې، ریال اونیون ۴ ځلې، ریال سوسیداد ۳ ځلې، ریال بیټس ۲ ځلې، ډیپورټیو لاکورنیا ۲ ځلې، ایریناس ۱ ځلې او مایورکا لوبډلې هم ۱ ځلې اتلولي خپله کړې.