په بادغیس کې نه منل شوی والي په کابل کې د امنیه قومندان په توګه رسمآ معرفي شو
د کورنیو چارو وزارت وایي چې جمعه ګل همت نن د کورنیو چارو وزارت له لوري د کابل د امنیه قومندان په توګه ټاکل شوی دی او خپله دنده یې په رسمي توګه پيل کړې ده.
نوموړی څو ورځې وړاندې د بادغیس د والي په توګه وګومارل شو، خو په ولسي جرګه کې ددغه ولایت استازو د نوموړي له ګومارل کېدو سره مخالفت وکړ چې اوس تازه حکومت د کابل د امنیه قومندان په توګه ګومارلی دی.
جمعه ګل همت داسې مهال د کابل امنیه قومندان ټاکل کېږي چې په دې ښار کې نا امنۍ او جینایي پېښې اوج ته رسېدلې دي او جرمي کړۍ ورځ تر بلې د پیاوړتیا په حال کې دي.