د باجوړ ايجنسۍ ځايي چارواکو خبر ورکړی چې په ياده ايجنسۍ کې نن شنبه د (لړم په ۲۲مه) د راغګان بند د ساتنې پر پوليسو بمي چاودنه شوې او مرګ ژوبله يې ور اړولې ده.
چارواکو رسنيو ته ويلي، چاودنه د ريموټ کنټرول بم په وسيله شوې چې په ترڅ کې يې دوه پوليس وژل شوي دي. چارواکو دا نه دي ويلي چې په چاودنه کې څومره نور پوليس ژوبل شوي دي؟
د پېښې ځای ته اضافي پوليس رسېدلي او دامهال په سيمه کې د چاودنې د عاملانو پيدا کولو په موخه څېړنې روانې دي. له دې پېښې يوه مياشت وړاندې په باجوړ کې د تحريک طالبان پاکستان ډلې له لوري پر پاکستاني پوځيانو بمي چاودنه شوې او په کې يې ۴ تنه پوځيان وژلي وو.
که څه هم د نننۍ چاودنې مسووليت کومې وسلهوالې ډلې په غاړه نه دی اخيستی، خو دغه چاودنه داسې مهال کېږي چې تحريک طالبان پاکستان تېره اوونۍ د پاکستان له حکومت سره يوه مياشت اوربند اعلان کړ.