Home » سیمه او نړی » باجوړ کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي
رویداد خبري آژانس

باجوړ کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د خیبرپښتونخوا په باجوړ سیمه کې په یو برید کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

رسنیو د پاکستاني طالبانو د یوې خبرپاڼې په حواله راپور ورکړی دی چې په دې برید کې یې د صابرشاه په نامه یو افسر په ګډون دوه پوځیان وژلي او دوه نور یې سخت ټپیان دي.

بلخوا پاکستاني پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په یاده سیمه کې د خپل یو پوځي وژل کېدل تایید کړي او ویلي یې دي چې په دې وروستیو کې د کرښې دواړو غاړو ته ناکرارۍ ډېرې شوې او تور یې پورې کړی دی چې د هند ملاتړ لرونکي وسله وال په دې ډول بریدونو سره هڅه کوي د افغان سولې پروسه له خنډونو سره مخ کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...