Home » افغانستان » باجوه: افغان طالبان په پاکستان کې دي، خو پر وړاندې يې اقدام نه شو کولی

باجوه: افغان طالبان په پاکستان کې دي، خو پر وړاندې يې اقدام نه شو کولی

د پاکستان د پوځ او استخباراتو مشرانو د دغه هېواد پارلمان ته د تړلو دروازو تر شا غونډه کې چې د جولای په لومړۍ نېټه ترسره شوې منلې، چې په پاکستان کې د افغان طالبانو د مېشتېدنې په اړه وروستي خبرونه رښتيا دي.

د پاکستان د پوځ لوی درستز قمر جاوېد باجوه او د دغه هېواد د استخباراتي ادارې يا ISI مشر جنرال فېض حميد تېره پنج‌شنبه د (چنګاښ په ۱۰مه) د افغانستان او کشمير مسايلو پر سر د بحث لپاره پارلمان ته ورغوښتل شوي وو او د مالوماتو محرموالي ته په پام د پارلمان دا غونډه پټه او د تړلو دروازو تر شاه ترسره شوه.

ځينو سرچينو مشال راډيو ته ويلي، په ياده غونډه کې باجوه او فېض حميد منلې چې افغان طالبان په پاکستان کې اوسي، خو زياته کړې يې ده چې دوی يې پر وړاندې هېڅ ډول اقدام نه شي کولی.

د سرچيني د مالوماتو له مخې يادو پوځي او استخباراتي چارواکو وويل، افغان طالبان دا مهال په پاکستان کې زيات خواره شوي او په دغه هېواد کې کاروبا او ان لویې سوداګرۍ لري چې پر وړاندې يې د اقدام په صورت کې پاکستان له سختې ناوړه څپې سره مخ کېدای شي.

جنرال باجوه د پارلمان غړيو له لوري د افغانستان په اړه د پوښتنو په ځواب کې ويلي، افغان طالبان له سوله‌يېزې لارې په افغانستان کې واک د رسېدو په تړاو د پاکستان وړانديز ته غوږ نه نيسي او زياته کړې يې ده، څو ځله يې دا هڅه هم کړې چې وسله‌وال طالبان د ټاکنو له لارې په سياسي واک کې مشارکت ته راضي کړي. خو دې ډلې نه ده منلې.

د هغو مالوماتو پر بنسټ چې سرچينو مشال راډيو ته په واک ورکړي، په دغه غونډه کې د پاکستان استخباراتي ادارې رئيس جنرال فېض حميد شکايت کړی چې په قبايلي سيمو کې خلک د منظمو تحروکاتو ترڅنګ د لر او بر افغان خبره کوي، چې په خبره يې دا کار د پاکستان لپاره نه منونکی عمل دی.

نوموړي ويلي چې دا ډله خلک په پاکستان کې دننه ځان افغانان بولي او غواړي چې په دې توګه د پاکستان حاکميت ته ضرر ورسوي.

خو د نوموړي دې څرګندونو په غبرګون، په پارلمان کې د قبايلي سيمو استازو ويلي چې افغان د پاکستان تر حاکميت لاندې د مېشتو پښتنو هويت هم دی او له دې کار وېره د پاکستان حکومت خپله زمواري دي.

له دې وړاندې پاکستان کورنيو چارو وزير شېخ رشيد هم په سپين ميدان واضيح کړې وه چې په افغانستان کې جنګېدونکو طالبانو کورنۍ په پاکستان کې مېشتې دي او ترڅنګ يې په پاکستان کې د ټپيانو پر منظمې درملنې سربېره، د يادې ډلې مړي هم په دغه هېواد کې خښېږي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...