Home » افغانستان » باجوه: افغانستان ته د بشري مرستو رسولو لپاره بشپړ ميکانېزم ته اړتيا ده

باجوه: افغانستان ته د بشري مرستو رسولو لپاره بشپړ ميکانېزم ته اړتيا ده

د پاکستان د پوځ لوی درستز جنرال قمر جاوېد باجوه وايي، په افغانستان کې وبشري وضعيت ته په پام سره اړتيا ده چې د مرستو رسولو لپاره بايد يو بشپړ ميکانېزم رامنځته شي.

نوموړي دا څرکندونې پرون دوشنبه د (مرغومي په ۲۰مه) د سعودي عربستان د دفاع وزارت له سلاکار جنرال تلال عبداللله الاطایبي سره په لېدنه کې کړي دي. باجوه زياته کړې چې د مرستو رسولو يو منظم ميکانېزم کولی شي چې په افغانستان کې د بشري ناورين مخنيوی وکړي.

په همدې حال کې د الاطيبي هم په افغانستان کې بشري وضعيت د اندېښنې وړ بللی او د يادو اندېښنو د رفعه کولو په موخه، افغانستان د بشري مرستو پر لېږلو ټينګار کړی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...