د دفاع وزارت ویاند، عنایتالله خوارزمي په یوه اعلامیه کې له پاکستان سره د نښتو د تایید ترڅنګ پر افغانستان د بریدکوونکو مرکزونو په نښه کېدل غچ اخیستونکي بریدونه بللي دي.
خوارزمي ویلي په دغو بريدونو کې له پاکستان سره د ډيورنډ فرضي کرښې بلې غاړې ته څو نقطې په نښه شوې، چې له هغه ځايه د افغانستان پر ضد بريدونه تنظيمېدل.
نوموړي په اېکس پاڼه په يوه پيغام کې ليکلي: «د شريرو عناصرو او د هغوی د ملاتړو د مرکزونو او پټنځايونو د فرضي کرښې په اوږدو کې پر څو نقطو، له هغه ځايه چې په افغانستان کې بريدونه تنظيم شوي وو، د هېواد د جنوب ختيځ له لوري پرې برید شوی دی.”
د دفاع وزارت وياند د دغو بريدونو په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.