پاکستان کې د بیزو تڼاکو ناروغي د یوې پېښې له ثبت وروسته د روغتیا وزرات ویلي، هڅه کوي چې دا ناروغي د هېواد په سرحدي سیمو کې کنټرول کړي.
د روغتیا وزرات ویاند، شرافت زمان امرخیل نن (سه شنبې، د زمري ۳۰مه) خبریالانو ته ویلي چې د بیزو ټناکې یوه ساري ناروغي ده چې په ځینو هېوادونو لکه، پاکستان کې یې د مثبتو پېښو راپور ورکړل شوی دی.
د امرخیل په وینا، د بیزو تڼاکو ساري والي ته په کتو مخکې له مخکې لازمو اقداماتو ته اړتیا ده، له همدې روغتیا وزارت څخه اړوند اداراو او ریاستونو ته ویلي شوي چې په افغانستان کې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره لازم چمتوالی ونیول شي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په کانګو هېواد کې خپره شوه چې د افریقا مرکزي او ختیځو سیمو کې په ۱۲ هېوادونو کې تیت شوه.
بلخوا د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د تېر کال په پرتله د دې ناروغۍ پېښې ۱۶۰ سلنه او ۱۹ سلنه یې مرګ زیات شوی دی.
د بیزو تڼاکو نښې د چیچک په څېر دي، کولای شي چې د مرګ لامل هم شي. د دې ناروغۍ نښې تبه، د سردرد ، د ملا درد، لړزه او ستړیا دي.