د بهرنیو چارو وزیر د عمان له چارواکو غوښتي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقیمې الوتنې برابرې کړي او په هېواد کې د افغان بندیانو د بند سزا کمه کړي.
تر اوسه دا نه ده روښانه چې په عمان کې څومره افغانان بندیان دي.
د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د بهرنیو چارو وزیر، امیر خان متقي دا غوښتنې د عمان له ډېرو چارواکو سره په جلا جلا غونډو کې مطرح کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په عمان کې د افغانستان سفارت د نومبر له وروستیو راهیسې ا.ا ته سپارل شوی دی.