د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد د امنیت شورا هغه راپور ته غبرګون ښودلی چې پکې ویلي شوي، افغانستان د پاکستان د تحریک ط.ا.ل.بان (ټي ټي پي) او جماعت انصارالله (تاجیکستاني ط.ا.ل.بان) رویزنیز مرکزونه لري.
مجاهد له رسنیو سره یاد راپور رد کړی او دا یې د ځینو هېوادونو او استخباراتي کړیو بې بنسټه تبلیغات بللي دي.
نوموړي همدارنګه ویلي: “ا.ا د خپلو ژمنو پر بنسټ اجازه نه ورکوي چې کومه بهرنۍ ډله په افغانستان کې فعالیت، همغږي او روزنیز مرکزونه ولري.”
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپور کې پر ټيټيپي، ال. قا.ع.ده او انصار الله سربېره افغانستان کې د داعش، ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ/ترکستان اسلامي ګوند، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او نورو بهرنیو وسله والو د فعالیت هم ویل شوي دي.
د امنیت شورا د بندیزونو د څار کمېټې راپور ورکړی، چې دغه روزنیز مرکزونه تر هغو جلا دي چې ال. قا.ع.ده پخوا پکې فعالیت درلود.