Home » افغانستان » ا.ا د ملکي او نظامي کارکوونکو له تنخوا د تقاعد ګرځول منع اعلان کړل

ا.ا د ملکي او نظامي کارکوونکو له تنخوا د تقاعد ګرځول منع اعلان کړل

د ا.ا مشر د یوه فرمان په صادرولو سره د ملکي او نظامي کارکوونکو له معاشونو څخه د تقاعد ګرځول بند کړي دي.

دا فرمان د هیبت الله اخندزاده لخوا مالیې وزارت ته صادر شوی او پکې ویل شوي چې د ملکي او نظامي کارکوونکو له معاشونو څخه د تقاعد ګرځول باید په ۱۴۰۳ مالي کال کې ودرول شي.

په دغه فرمان کې د مالیې وزارت ته امر شوی چې د کارکوونکو د ګمارنې د نېټې، د خدمت موده او د تقاعد د اندازې په اړه معلومات ورکړي.

په افغانستان کې د ا.ا. له واکمنېدو راهیسې د متقاعدینو د پیسو د ورکړې بهیر له ځنډ او خنډ سره مخ شوی دی.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د ملکي او نظامي کارکوونکو د تقاعد عمر ۶۵ کاله ټاکل شوی او د تقاعد د ورکړې اندازه د دوی د خدمت د وخت په اساس ټاکل کېږي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...