ا.ا ستره محکمه وایي چې د ا.ا د مشر، شېخ هیبت الله اخوندزاده په فرمان د لوی اخر په مناسبت د ۳۴۹ زندانیان له زندان څخه خوشې او وبښل شول.
دې محکمې شنبې د غبرګولې ۲۶مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې حکم له مخې د ۲۷۰ زندانیانو د بند په موده کې کمښت راغلی دی.
د ا.ا سترې محکمې د زندانیانو د جرمي ډول په اړه څه نه دي ويلي.
د ا.ا چارواکو د کوچني اختر په مناسبت هم اعلان کړی و چې ۲ زره ۸۵۵ کسان د ټول هېواد له زندانونو خوشې شوي او یو زره ۴۲۰ کسانو د زندان په موده کې کمښت راغلی و.
د یاد فرمان له مخې په دې بندیانو کې یوه ښځينه مدني فعاله او یو خبریال چې د ا.ا د محکمې له خوا زنداني شوي وو، خوشي شول.