Home » افغانستان » ا.ا: د افغانستان پر کانونو څه باندې ۴۰۰ میلیارد افغانۍ پانګونه شوې

ا.ا: د افغانستان پر کانونو څه باندې ۴۰۰ میلیارد افغانۍ پانګونه شوې

د ا.ا د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر وايي، په افغانستان کې د ۲۱ لویو کانونو د اکتشاف، استخراج او پروسس په برخو کې ۴۱۵ میلیارده افغانۍ پانګونه شوې ده.

دې ادارې په اېکس پاڼه لیکلي چې پر کانونو معیاري پانګونه د «نظام لومړیتوب» دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې په دغو کانونو کې د سرو زرو، اوسپنې، ډبرو سکرو، کرومیت، سمنټ، سرپ شامل دي چې په هرات، کابل، کندهار، غور، تخار، بغلان او پروان ولایتونو موقعیت لري.

د ا.ا اقتصادي مرستیال په وینا چې د لومړنیو څېړنو له مخې، افغانستان درې تریلیون ډالره طبیعي زېرمې لري.

د دغو کانونو د پانګونې او د کانونو د قرارداد په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

تر دې مخکې د ا.ا ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر په هېواد کې د ۲۱ کانونو د اکتشاف او استخراج د پیل اعلان کړی و.

د ویلو ده چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان د کانونو په سکتور کې پانګونې ته د بهرنیو پانګوالو په ځانګړې توګه د چین، ایران او ازبکستان پام را اوښتی دی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...