د ټویټر ټولنییزې شبکې اجرائیوي رئیس اېلان ماسک د ۲۰۱۸ کال د هغه ټویټ په اړه محاکمه کېږي چې د ۷۲ میلیاردو ډالرو په یوه معامله کې ټېسلا شرکت د خپل شخصي ملکیت ګرځولو شونتیا پکې وه.
د ټېسلا شرکت ونډوالو د ماسک پرضد قضايي دعوا وکړه او هغه یې د شرکت د ونډو په بیو د لوبې په کولو تورن کړی و.
په ۲۰۱۸ کال کې، ماسک پر ټویټر یوه ټویټ کې ویلي وو، چې د ګاډو جوړولو شرکت د هغې معاملې واک لري چې کولی شي خپل شخصي ملکیت یې وګرځي، خو هغه دا شرکت خپل شخصي ملکیت نه کړ.
د ټېسلا شرکت ونډه لرونکو ویلي وو، د ماسک د ټویټ له کبله یې وروسته تر هغه میلیاردونه ډالر تاوان وکړ چې د ونډو بازار راټیټ شو.
خو د شرکت اجراییوي مشر ویلي وو، باوري دی چې د سعوودي د عامه پانګونې له صندوق نه بسپنه ترلاسه کړي او په مالي لاسوندونو کې یې جعلکاري نه ده کړې.
که په سان فرانسیسکو کې د ټېسلا شرکت د ونډو لرونکو په ګټه حکم وشي، نو له ماسک نه به د میلیاردونو ډالرو تاوان ورکولو غوښتنه وشي.
ماسک د امریکا مالي پلاوي پلاوي او د ونډو بازار ته د ۲۰۱۸ کال د اګسټ د اوومې د ټویټ له کبله ۲۰ میلیون ډالر ورکړي او ټېسلا ته یې ۲۰ میلیون نور ډالر ورکړي دي.
قانوني کارپوهان وايي باوري دي چې ماسک ته به په دې قضیه کې بریا ګرانه وي، ځکه چې د امریکا مالي پلاوي او د ونډو بازار ته ۲۰ میلیون ورکړل شوي ډالر یې ښايي پرضد وکارول شي.
ټېسلا شرکت باید په همدې قضیه کې ۲۰ میلیون نور ډالر ورکړي.
ماسک غوښتل چې محاکمه یې ټکساس ته ولېږدول شي او دلیل یې دا و چې سان فرانسیسکو کې پر عادلانه محکمې باوري نه دی.
ډېری وکیلانو ویلي چې دغه امریکايي میلیاردر ته په منفي نظر ګوري، خو قاضي ویلي محکمه به په کلیفورنیا کې جوړېږي.