Home » سیمه او نړی » اېتوپيا کې حکومت او مخالفو وسله‌والو اوربند اعلان کړی

اېتوپيا کې حکومت او مخالفو وسله‌والو اوربند اعلان کړی

د اېتوپيا حکومت او مخالفو ټيګري وسله‌والو ترمنځ د افرېقايي هېوادونو د ټولنې يا AU په منځګړيتوب په خبرو کې د بې‌ساري پرمختګ په نتيجه کې، دواړه لوري پر اوربند سلا شوي دي.

فرانس پرېس اژانس په دې اړه خپاره کړي راپور کې د افرېقايي ټولنې په حواله د اوربند دا هوکړه نوی سباوون بللی او زياته کړې يې ده، چې له دې هوکړې سره به په اېتوپيا کې روانه دوه کلنه کورنۍ جګړه پای ته ورسېږي.

د راپور له مخې، په اوربند سره به مرستندوی بنسټونو د اېتوپيا په شمال کې ټيګري سيمې ته د مرستو رسولو لړۍ پيل کړي. دعلته د جګړې له امله ۹۰ سلنه خلکو مرستو ته اړتيا پيدا کړې ده.

د اوربند د هوکړې په اړه د ټيګري د خلکو ازادۍ جبهې يا TPLF او د اېتوپيا حکومت ګډه اعلاميه هم خپره کړې او په کې يې ويلي، چې دغه هېواد يوازې يو وسله‌وال ځواک لري.

د اعلاميې له مخې، ټيګري وسله‌وال به وسله تسليموي او د اېتوپيا په وسله‌والو ځواکونو کې به د منظم ميکانېزم له لارې ځای پر ځای کېږي.

د اېتوپيا لومړي وزير ابي احمد د اوربند په اړه دا هوکړه خورا مهمه بللې ده. د امريکا په شمول ډېرو هېوادونو د اوربند په اړه د دې هوکړې هرکلی کړی دی.

له دې وړاندې په تېر اګسټ کې هم دواړو لوريو پر اوربند هوکړه کړې وه، خو له دوو مياشتو وروسته اوربند بېرته مات شو.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...