د اېتوپيا لومړي وزير ابي احمد اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د ملي پخلاينې په موخه يو شمېر نيول شوو مطرحو سياسي مخالفو څېرو ته د بند موده معاف کوي او له زندان يې ازادوي.
پرون جمعه د (مرغومي په ۱۷مه) د نوموړي له لوري په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، په يادو کسانو کې د ټېګري ګوند يو شمېر غړي او دغه راز د ټېګري د خلکو د ازادۍ غوښتنې غورځنګ مهم غړي هم شامل دي.
په اعلاميه کې د خوشې کېدونکو کسانو د نومونو او شمېر په اړه څه نه دي ويل شوي. نوموړي دغه اعلان داسې مهال کړی چې د اېتوپيا دولتي ځواکونو ټېګري وسلهوالو له ګڼو سيمه د د دغه هېواد شمال ته په شا تمبولي دي.
د ټېګري د خلکو د ازادۍ غوښتنې غورځنګ وسلهوال له ۲۰۲۰ زېږديز کال را په دېخوا د اېتوپيا له ځواکونو سره پر جګړه بوخت دي، چې په دې ترڅ کې لسګونه زره ملکي کسان هم وژل شوي دي.