Home » سیمه او نړی » اېتوپيا حکومت د اوربند په اړه د ټېګري وسله‌والو وړانديز رد کړ

اېتوپيا حکومت د اوربند په اړه د ټېګري وسله‌والو وړانديز رد کړ

په داسې حال کې د اېتوپيايي ځواکونو په دې هېواد کې ټېګري وسله‌وال په شا تمبولي، يادو وسله‌والو د يوې اعلاميې په خپرولو سره د لومړي وزير ابي احمد په مشرۍ د اېتوپيا حکومت ته د اوربند وړانديز کړی.

دغه وړانديز د تېرې دوشنبې په ورځ د ټېګري د خلکو ازادۍ غورځنګ د مشر له لوري شوی. نوموړي د اوربند ترڅنګ له ټېګري سيمې د باندې خپلو وسله‌والو ته امر کړی چې بېرته د ټېګري پر لور شاتګ وکړي او دغه راز يې د اېتوپيا په شمال کې يادې سيمې ته نږدې د يوې بې‌غرضه سيمې د رامنځته کولو وړانديز هم کړی. څو د نوموړي په خبره بشري وضعیت ته لازمه رسېدنه وشي.

خو د اېتوپيا حکومت بيا د يادو وسله‌والو دغه وړانديز رد کړی دی. پرون سې‌شنبه د لومړي وزير احمد وياندې بېلين سيوم په پلازمېنه اديس ابابا کې خبريالانو ته ويلي، حکومت يوې داسې سياسي لارې ته ژمن دی چې له مخې يې د موضوع حل يقيني وي.

نوموړې زياته کړې، هر سياسي حل بايد پر داسې عدالت ولاړ وي چې حساب ورکول او مذاکرات تضمين کړي. خو ميرمن سيوم دا هم ويلي چې په وړاندې موده کې ټېګري وسله‌‌والو د سياسي تفاهم ټولې لارې ماتې کړي او له همدې کبله يې حکومت د اوربند پر وړانديز باور نه لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ایران په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۹۰۱ کسان اعدام کړي

د بشري حقونو یو سازمان ...