د اېتوپيا حکومت او د ټيګري د خلکو ازادۍ جهبې يا TPLF استازو پرون شنبه د کينيا په پلازمېنه نېروبي کې د سولې شوې هوکړې د عملي کولو سند لاسليک کړ.
د دواړو لوريو استازې د تېرې اوونۍ له دوشنبې راهيسې د داسې لارو چارو په اړه پر مذاکراتو بوخت وو، چې پرمټ يې د افرېقايي ټولنې په منځګړېتوب د سولې شوې هوکړه تطبيق شي.
د دې سند له لاسليک وړاندې د اېتوپيا د حکومت استازي برهانو جلا چې د دې هېواد پخوانی چارواکی نظامي دی ويلي، چې دواړه لوري په خورا صداقت ژمن دي څو د سولې شوې هوکړه عملي کړي.
د اېتوپيا او ټيګري وسلهوالو ترمنځ د سولې په هوکړه کې ويل شوي، چې اېتوپيا يوازې يو وسلهوال ځواک لري او له همدې کبله به دا ځواکونه په سولهييزه توګه د ټيګري سيمې مرکز مکيل ته دننه کېږي.
د هوکړې له مخې به د ټيګري وسلهوال ځواکونه د اېتوپيا ځواکونو په ليکو کې مدغمېږي او له ادغام وړاندې به د يوه منظم ميکانېزم له مخې خلع سلا کېږي.
د روېټر خبري اژانس د راپور له مخې چې د يادې هوکړې متن يې ترلاسه کړی، د ټيګري ځواکونو د خلع سلا پروسه به له نن دوې ورځې وروسته د روانې نومبر په ۱۵مه رسما پيل شي.
د سولې دې هوکړې په نړيواله کچه دا هيلهمندي زياته کړې، چې په اېتوپيا کې له دوو کلونو راهيسې روانه کورنۍ جګړه، چې زرګونه کسان په کې وژل شوي او ميليونونه نور يې په پايله کې له خپلو مېنو بېځايه شوي د تل لپاره ختمه شي.
له دې سره؛ سر له اوسه مرسته کوونکو بنسټونو ټيګري سيمې ته چرته چې خلک له قحطۍ او سخت بشري حالت سره مخ دي، د مرستو رسول پيل کړي دي.