Home » سپورټ » ای پي ایل: د راشد خان ښه توپ اچونه او د حیدر اباد لومړی بریا
رویداد خبري آژانس

ای پي ایل: د راشد خان ښه توپ اچونه او د حیدر اباد لومړی بریا

د اى پي ايل په نننۍ لوبه کې راشد خان په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې ٣ ويکټې يې ترلاسه کړې او سنرايزرز حېدراباد لوبډلې په اى پي ايل کې لومړۍ بريا خپله کړه.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ١١مه لوبه د سنرايزرز حېدراباد او ډيلي کاپيټلز لوبډلو ترمنځ په ابوظهبي کې ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې پچه د ډيلي کاپيټلز لوبډلې وګټله او لومړى يې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د سنرايزرز حېدراباد له لوري توپوهنې ته لوبډلمشر ډيويډ وارنر او جوني بيريسټو راووتل، چې دواړو ښه توپوهنه ترسره کړه او د ٧٧ منډو ملګرتيا يې وکړه، ډيويډ وارنر د ٤٥ منډو جوړولو وروسته د مشرا په توپ پانټ کېچ او له مېدانه بهر کړ. همدا راز منيش پانډى بيا دويم توپوهونکى و چې وسوځېده، هغه يوازې ٣ منډې وکړې.

له هغه وروسته کين ويليمسن توپوهنې ته راغى، خو حېدراباد ١٤٤ منډې کړې وې چې دريمه ويکټ يې هم له لاسه ورکړه، جوني بيريسټو چې تر ټولو زياتې ٥٣ منډې يې وکړې، د رباډا په توپ نورجه کيچ کړ.

څلورمه ويکټ د کين ويليمسن وه چې د ٤١ منډو جوړولو وروسته د رباډا په توپ پټيل کيچ کړ او له مېدانه يې بهر کړ.

سنرايزرز حېدراباد لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٢ منډې وکړې، چې د ډيلي کاپيټلز لوبډلې ته يې د ١٦٣ منډو هدف وټاکه.

د ډيلي کاپيټلز له لوري کاګيسو رباډا او اميت مشرا ٢-٢ ويکټې ترلاسه کړې.

د ١٦٣ منډو په تعقيب د ډيلي کاپيټلز له لوري پريتوي شاو او شيکر دهون توپوهنې ته راووتل، خو په لومړي اور کې کمار د شاو ويکټ ترلاسه کړه او ٢ منډې يې ترلاسه کړې وې چې له مېدانه بهر شو.

له هغه وروسته راشد خان د شرياس اير ويکټ ترلاس کړه چې ١٧ منډې يې کړې وې، ورپسې يې بيا د شيکر دهون وسوځاوه، چې د راشد په توپ بيريسټو کېچ کړ، هغه ٣٤ منډې کړې وې او د ډيلي کاپيټلز لپاره لوى تاوان و.

شيمرون هيټميار بيا د ناټاراجن ښکار شو چې ١١ منډې يې کړې وې، ريشاب پانټ بيا ٢٨ منډې کړې وې چې د راشد خان په توپ ګرګ کېچ کړ او لوبه يې د حېدراباد په ګټه روانه کړه.

ډيلي کاپيټلز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٧ منډې وکړې او د ١٥ منډو په توپير يې ماتې وخوړه. سنرايزرز حېدراباد لوبډلې په اى پي ايل کې لومړۍ بريا خپله کړه او ډيلي بيا لومړۍ ماتې وخوړه.

د حېدراباد لپاره راشد خان تر ټولو غوره توپ اچونه ترسره کړه، چې په ٤ اورونو کې يې د ١٤ منډو په بدل کې ٣ مهم لوبغاړي وسوځول، ٢ لوبغاړي بوينيشور کمار هم وسوځول او خليل احمد او ټي ناټاراجن بيا ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه راشد خان ته ورکړل شوه.

د يادولو وړ ده چې حېدراباد په خپله دريمه لوبه کې لومړۍ بريا خپله کړه او په جدول کې شپږم مقام ته لاړه، همدا راز ډيلي بيا په خپله دريمه لوبه کې لومړۍ ماته وخوړه، که څه هم نومرې يې څلور دي خو په جدول کې ترې راجستان رايلز مخکې شو او ډيلي په جدول کې په دويم مقام کې راغى.

سبا د سپتمبر په ٣٠مه نېټه به د اى پي ايل ١٢مه لوبه د راجستان رايلز او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو ترمنځ په دوبۍ کې ترسره شي، چې د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې به پيل شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د افغانستان او زیمبابوې کرکټ لوبډلو ترمنځ نن دوهمه یو ورځنۍ سیالي ترسره کېږي

ټاکل شوې چې د افغانستان ...