د اروپا د ملتونو جام د ۲۰۲۰ زېږدیز کال د فوټبال پایلوبه تېره شپه ایټالیا وګټله.
د ایټالیا فوټبال لوبډلې وروسته له ۵۳ کلونو د اروپا د ملتونو جام اتلولي وګټله، ایټالیاوۍ لوبډلې په ۱۹۶۸ م کال کې د دغه لوبو اتلولي ګټله وه.
د انګلستان په وړاندې دغه سیالۍ تېره شپه د افغانستان پر وخت ۱۱ نیمې بجې د لندن په ویمبلي سټوډیوم کې وشوه.
سیالۍ تر پایه یو د یو په وړاندې مساوي روانه وه، خو په پنلټي شوټونو کې انګلستان دوه، خو ایټالیا وتوانېد درې ګولونه ووهي او اتلولي خپله کړي.
د اروپا د ملتونو جام دغه سیالۍ چې تېر کال د کرونا ویروس له کبله وځنډېدې د جون پر ۱۱مه پیل او پرون د جولای پر ۱۱مه پای ته ورسېدې.