رویټرز خبر ورکړی چې ایټالیا د لومړي ځل لپاره البانیا ته د پناه غوښتونکو یوه ډله استولې ده.
دا اقدام په ۲۰۲۳ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لاسلیک شوي تړون برخه ده. البانیا موافقه کړې چې د دغه هېواد په شمال کې په دوو پناه ځایونو کې هر کال ۳۶ زره کډوال چې په نړیوالو اوبو کې بند پاتې دي، ځای پر ځای کړي.
د کډوالو دغه پناه ځایونه د بشري حقونو ډلو له سختو نیوکو سره مخ شوي، چې دا تړون غیر انساني او غیر قانوني ګڼي.
د ایټالیا د دې اقدام موخه پر خپلو پناه غوښتونکو مرکزونو د فشار کمول او دغه هېواد ته د غیرقانوني کډوالو د تګ مخنیوی دی.