فرانسې ویلي چې په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات غوښتونکي دي.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پرون سې شنبې (د غویي ۲۱مه نېټه) په یوه خبرپاڼه کې په کابل کې وروستی ترهګریز برید په کلکو ټکو غندي او د ښوونځي د زده کوونکو وژل یې نه بښل کېدونکی جنایت بللی دی.
نوموړي ویلي دوی د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او د جهالت پر وړاندې به مبارزې ته ادامه ورکوي.
مکرون ویلي چې دوی په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کوي او په دغه هېواد کې د دایمي سولې او ثبات غوښتونکي دي.
په کابل کې پر یوه ښوونځي موټربم برید په نړیواله کچه غبرګونونه وپارول.
د ګڼو هېوادونو ترڅنګ، ملګرو ملتونو، د ملګرو ملتونو امنیت شورا، اروپايي ټولنه او ناټو هغه نړیوالې ادارې وې چې دغه برید یې غندلی دی.