متشبث او د ټیسلا او ایکس ټولنیزې شبکې مشر، ایلان ماسک په پاریس کې د VivaTech 2024 ټکنالوژۍ کنفرانس کې وړاندوینه کړې چې مصنوعي ځیرتیا به اخر د هرې بشري قوې دندې پر مخ وړي.
هغه په دې باور دی چې په راتلونکي کې به د انسانانو لپاره د دندې لرل «اختیاري» وي، او مصنوعي ځیرکتیا او روباټونه به هر هغه توکي او خدمات چمتو کړي چې غوښتنه یې کېږي.
د ښاغلي ماسک په باور، دا منفي پدیده نه ده، مګر د داسې سناریو د عملي کولو لپاره باید «لوړ نړیوال عاید» موجود وي.
مصنوعي ځیرکتیا په دې وروستیو کلونو کې په چټکۍ سره وده کړې، او په صنعتونو او سوداګرۍ باندې د هغې د اغېزو په اړه اندېښنې مخ پر زیاتېدو دي.
په ورته وخت کې، هغه دندې چې لوړ احساساتي ځیرکتیا او انساني تعامل ته اړتیا لري، لکه ارواپوهنه، خلاقیت، او ښوونه، لږ احتمال لري چې مصنوعي ځیرکتیا یې ځای ونیولای شي.
په هرصورت، تنظیم کوونکې ادارې، شرکتونه او مصرف کوونکي هڅه کوي چې دا معلومه کړي چې څنګه دا نوې رامنځته شوې ټکنالوژي په مسوولیت سره کارول کېږي.
ایلان ماسک د خپلې وینا په پای کې والدین وهڅول چې خپلو ماشومانو ته د ټولنیزو شبکو کارول محدود کړي.