ایران وایي دوی بریالي شوي چې د خپلو ۲۰ سلنه خالصو یورانیو کچه ۱۰۸ کیلوګرامه ته ورسوي.
د ایران د اټومي انرژۍ مسوولینو په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې دوی دمګړی ۱۰۸ کیلوګرامه ۲۰ سلنه خالص یورانیم لري او تر څنګ یې د شپېته سلنه خالصو یورانیمو کچه هم شپږ نیمو کیلو ته رسولې ده.
ایراني چارواکو ویلي چې په کال کې باید ۱۲۰ کیلو شل سلنه خالص یورانیم تولید کړي.
ایران تر هغه وروسته د یورانیمو د لا ډېرو غني کولو پرېکړه وکړه چې د نطنز په اتومي تاسیساتو کې چاودنه وشوه او ایران ادعا وکړه چې دا د اسراییلو کار و.