Home » افغانستان » ایران یو افغان اعدام کړی دی

ایران یو افغان اعدام کړی دی

د«حال وش»په نامه د ایران د بشري حقونو یو سازمان خبر ورکړی چې ایراني حکومت د زاهدان په زندان کې یو افغان اعدام کړی دی.

یاد سازمان(یکشنبې، د لړم ۲۰مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې اعدام شوی افغان محمد نبي پاپل زهي نومېږي ۲۸ کلن دی او د ایران حکومت د نشه یي توکو د قاچاق په تور اعدام کړی دی.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې سږکال په ایران کې د اعدامونو لړۍ چټکه شوې او په ځانګړي ډول په زاهدان کې د دغه افغان په اعدام سره تر دې دمه د اعدام شویو افغانانو شمېر ۵۰ ته رسېدلی دی.

که څه هم د بشر حقونو نړیوال سازمان او نورو بنسټونو له ایراني حکومت د اعدامونو د لړۍ د دریدو غوښتنه کړې وه، خو له دې هر څه سره سره بیا هم په دغه هېواد کې زندانیان د بېلابېلو جرمونو په تور اعدامېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

یونیسف د ارزګان له روغتیايي مرکزونو سره د درملو او نورو توکو مرسته وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ...