Home » سیمه او نړی » ایران کې ۱۰ تنه د اور لوبې په جشن کې وژل شوي

ایران کې ۱۰ تنه د اور لوبې په جشن کې وژل شوي

ایراني رسنۍ راپور ورکړی چې د نوي کال د پیل څخه وړاندې د اور لوبو جشن په نمانځلو کې شاو خوا ۱۰ تنه وګړي وژل شوي او له سلو زیات ټپیان دي.

د ایران دولتي ټلویزیون د راپور له مخې ډیری کسان د پټاقیو د جوړولو او چمتو کیدو پر وخت له منځه تللي دي.

په ایران کې خلک د نوي کال په راتګ سره اور لوبې کوي، پدې جشن کې یو شمېر خلک غیری معیاري پټاقیو نه کار اخلي چې د مرګ ژوبلې سبب کیږي.

د ایراني رسنیو د راپورو له مخې سږ کال چشنونو کې ۱۹ سوه کسان ټپیان شوي چې شاو خوا ۲ سوه یې په روغتون کې بستر شوي دي.

راپورونه وايي په دې چشن کې تیر کال ۴ تنه وژل شوي و، د تیر کال ارقام ځکه کم و چې ډیری کسان د کرونا ویروس له ویرې د کوره بهر نه و راوتلي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...