ایراني رسنۍ وايي شنبه د جولای د اتمې پر سهار، د ایران زهدان کې د پولیسو د څار او کنټرول پر یوه مرکز وسله والو برید کړی او له امنیتي ځواکونو سره پر نښتو دي.
برید په زاهدان کې پر ۱۶ کلانترۍ یا د پولیسو د څار پر مرکز شوی.
ایرانیو رسنیو د ځايي چارواکو له نکله ویلي، بریدګر له ځانمرګو واسکټونو سره دغه پولیسي مرکز ته ننوتي، او ودانۍ کې له خوندي ځایونو پر امنیتي ځواکونو ډزې کوي.
د سیستان او بلوچستان یوه امنیتي چارواکي ویلي، بریدګرو د ودانۍ پر برج ورختلو سره لاسي بمونه غورځولي او د ودانۍ یوې څنډه کې ځای پرځای شوي.
د ایران په سپاه پاسدران پورې اړوند د تسنیم په نوم خبري اژانس ویلي، د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې دوه بریدګر وژل شوي.
وړاندې ځايي چارواکو د یوه پولیسي مامور د وژل کېدو هم ویلي و.
ایراني ځواکونو د زاهدان ښار اړونده سیمو کې امنیتي څار ټینګ کړی او رسنیو ویلي چې ځای ځای یو شمیر کسان هم نیول شوي دي.
تر اوسه روښانه نه ده چې بریدګر څوک دی او د برید اصلي موخه څه ده.