Home » سیمه او نړی » ایران کې د سړې هوا له امله ښوونیز مرکزونه او دولتي ادارې وتړل شول

ایران کې د سړې هوا له امله ښوونیز مرکزونه او دولتي ادارې وتړل شول

د ایران دولتي رسنیو د راپورونو له مخې (جمعه، د سلواغې ۱۹مه) د ایران په لږ تر لږه ۲۰ ولایتونو کې د سړې هوا له امله دولتي ادارې او ښوونیز مرکزونه وتړل شول.

د ایرنا خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې د پایتخت تهران په ګډون د یاد هېواد په ټولو سیمو کې به ښوونځي، تعلیمي مرکزونه، بانکونه او حکومتي ادارې تړلې وي. خو د دې په اړه یې لا څه نه دي ویلي چې دا ادارې به تر څه وخته پورې تړلي وي.

ایراني چارواکو دا پرېکړه وروسته ترهغه وکړله چې د دې هېواد د هوا پیژندنې ادارې وویل چې په راتلونکو ورځو کې به هوا ډېره سړه شي.

د هوا پیژندنې ادارې همدارنګه ویلي چې په یو شمېر شمالي او لوېدیځو ولایتونو کې به ډېره واوره او باران وشي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...