د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، په دغه هېواد کې د دوو افغانانو په ګډون ۱۴ کسان اعدام شوي دي.
یاد سازمان پرون (شنبې، د تلې ۷مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه ۱۴ کسان د وږي له ۲۶مې نیول شوي وو او تر تېرې چهارشنبې پورې د شېراز د عادلاباد په مرکزي زندان کې اعدام شوي دي.
د راپورونو له مخې، په ناروې کې د ایران د بشري حقونو سازمان چې یو غیردولتي بنسټ دی، وايي چې له دې سره په تېرو دوو اوونیو کې په دغه زندان کې د اعدام شویو بندیانو شمېر ۱۹کسانو ته رسېدلی دی.
بلخوا د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، د شېراز په مرکزي زندان کې د ډلهییزو اعدامونو د اجرا بهیر څاري او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د مرګ د سزا د دا ډول استفادې په وړاندې غلې پاتې نه شي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په نهو میاشتو کې لږ تر لږه ۳۳ افغانان په ایران کې اعدام شوي دي.