ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د یاد هېواد په یزد کې د یو ملي بس د چپه کېدو له امله ۲۸ کسان مړه او ۲۲نور ټپیان شوي دي.
د راپورنو له مخې، دا پېښه تېره شپه (سه شنبې، د زمري ۳۰مه) شاوخوا لس بجې «دهشیر تفت یزد» ته مخامخ شوې ده.
ویل کېږي چې دا ملي بس اور هم اخیستی په موټر کې د شته کسانو شمېر ۵۳ کسان ښودل شوی دی.
د یزد د بېړنۍ برخې د عمومي اړیکو مدیر په لومړي خبر کې ویلي: “تر دې مهاله په یاده پېښه کې ۲۲ کسان ټپي او ۲۸ نور مړه شوي دي.” د دې خبر له مخې، ښايي چې د تلفاتو شمېر لوړ شي.
بلخوا د یزد د پولیسو یو قوماندان، رحیم حاجي دهابادي ویلي چې «د دوی مسلکي کسانو» له لارې سره د چلوونکي نابلدي، د موټر تخنیکي ستونزې او زوړوالی د دې پېښې لامل بللی دی.