Home » سیمه او نړی » ایران په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۹۰۱ کسان اعدام کړي

ایران په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۹۰۱ کسان اعدام کړي

د بشري حقونو یو سازمان پرون (دوشنبه مرغومي ۱۷مه) په تازه راپور کې ویلي چې د ایران حکومت د هغه ۵۲ سیاسي او امنیتي بندیانو نوملړ خپور کړی چې پرې د اعدام حکم شوی دی.

همداراز په راپور کې د ایران د بشري حقونو فعالینو ویلي چې په سیاسي او امنیتي زندانیانو باندې د اعدام سزا د ایران په ستره محکمه کې تائید شوې او قضیې یې د تطبیق په موخه اجراییې څانګې ته استول شوې دي.

د معلوماتو له مخې، ایران په نړۍ کې تر چین وروسته دویم هېواد دی چې ډېر کسان پکې اعدامېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د هه نګاو په نامه د بشري حقونو سازمان د روانې جنورۍ میاشتې په دویمې نیټې خبر ورکړ چې په ایران کې په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه ۹۰۱ کسان اعدام شوي چې ۷۳ یې افغانان دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...