د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د غزې په تړانګه کې د «انروا» په ملاتړ ښوونځي باندې د اسراییلو د برید په غبرګون کې ویلي چې دغه عمل یو ځل بیا نړۍ ته د لوېدیځ تور او پټ اړخ په ډاګه کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، ناصر کنعاني نن (دوشنبه، د چنګاښ ۲۵مه) په اېکس پاڼه لیکلي: “په غزه کې د انروا په ملاتړ په ښوونځي باندې د اسراییلو برید یو ځل بیا نړۍ ته د لوېدیځ د ادعا کوونکي تور او پټ اړخ انځور کړ.”
کنعاني ټینګار کړی چې د اسراییلو د جنایتونو په وړاندې د لوېدیځو او اروپایي حکومتونو چوپتیا او بې کفایتي د نړۍ په وړاندې د هغوی د بې رحمۍ او بې پروایی ښودنه کوي.
هغه زیاته کړې: “امریکا او ځینې اروپایي دولتونه چې د اسراییلو له رژیم څخه ملاتړ کوي د غزې په تړانګه کې له دغه رژیم سره په جګړه کې تر ټولو ډېر زیانمن دي، دوی نه یوازې جګړه، بلکې اخلاق او انساني کرامت هم له لاسه ورکړي دي.
اسراییلو د یکشنبې په ورځ د غزې تړانګې په مرکز کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (انروا) ښوونځي په نښه کولو سره ۱۲ تنه ووژل او څه باندې ۷۰ تنه نور یې ټپیان کړل.