Home » افغانستان » ایران له روان بین الافغاني خبرو ملاتړ کړی
رویداد خبري آژانس

ایران له روان بین الافغاني خبرو ملاتړ کړی

ایراني حکومت د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو له پیلېدو ملاتړ کړی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لورو په دې ټلیفوني مکالمه کې د سولې په خبرو کې د یو دایمي اوربند په رامنځته کېدو، په افغان سوله کې د سیمې او نړۍ د اجماع پر اهمیت، او په دې پروسه کې د ګاونډیو او د سیمې هیوادونو د رول په اړه خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي اتمر د افغانستان د سولې په بهیر کې د ایران د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو په پرانیست‌غونډه کې د ایران په استازیتوب چا برخه نه وه اخیستې او لامل یې هم له امریکا سره د دغه هیواد اختلافات ښودل شوي وو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...