Home » سیمه او نړی » ایران سره پولې ته څېرمه څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي

ایران سره پولې ته څېرمه څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي

پاکستاني پوځیانو ویلي چې له ایران سره د دې هیواد پولې ته نږدې د وسله والو کسانو په برید کې د دغه هیواد څلور سرتیري چې په ګزمه بوخت وو، وژل شوي دي.

پاکستانیو رسنیو د پاکستان د پوځ په حواله خبر ورکړی چې دا برید د بلوچستان د کیچ سیمه کې شوی دی.

د پاکستان پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي یوه ډله وسله والو د پاکستان او ایران په ګډه پوله کې د ایران له خوا څخه د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ګزمې برید کړی دی.

سرچینې زیاته کړې، دا برید په داسې حال کې شوی چې ځواکونه یې په سیمه کې د ګزمې په حال کې وو. ایراني‌ چارواکو هم تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی. تر اوسه هیڅ ډلې د دې برید مسولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...