Home » افغانستان » ایران د ۱۴۰۳ کال تر پایه میلیونونه افغان کډوال وباسي

ایران د ۱۴۰۳ کال تر پایه میلیونونه افغان کډوال وباسي

تهران په پام کې لري چې څو میلیونونه «بې‌اسنادو» افغان کډوال په ډله‌ییزه توګه له خپلې خاورې وباسي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د کډوالو دا ډله‌ییزه ایستنه به د ۱۴۰۳ کال تر پایه بشپړه شي.

د کډوال نیوز د راپور له مخې، چې د ایران د کورنیو چارو وزیر دا طرحه په وروستیو ورځو کې جوړه کړې ده.

دغه ایراني چارواکي دولتي اژانس «صدا و سیما» ته ویلي، “غیرقانوني کډوال نه یوازې ټولنیزې ستونزې پېښوي، بلکې د ځایي خلکو دندې هم ترې نیسي.”

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د اټکل له مخې، اوسمهال په ایران کې شاوخوا څلور نیم میلیونه افغان کډوال مېشت دي، خو ایراني رسنۍ دا شمېره تر دې ډېره ګڼي.

د دغو رسنیو د راپورونو له مخې، اته میلیونه افغانان په ایران کې ژوند کوي او له څلورو میلیونو ډېر یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. ویل کیږي چې د ایران حکومت اراده لري چې د دې هجري لمریز کال تر پایه د ایستلو دا پروګرام بشپړ کړي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...