Home » افغانستان » ایران د یو افغان په ګډون ۸ کسان اعدام کړي

ایران د یو افغان په ګډون ۸ کسان اعدام کړي

د ایران پر بشري حقونو د څار یو سازمان «هنګو» وایي چې په دغه هېواد کې ایراني حکومت د یوې ښځې او یو افغان په ګډون ۸ کسان د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور په بند محکوم او اعدام کړي دي.

دې ادارې په یو راپور کې ویلي چې دا کسان پرون (یکشنبې، د چنګاښ ۳۱مه ) د ایران د کرج «قزلحصار» او د شېراز «عادل اباد» زندانونو کې اعدام شوي دي.

راپور کې د اعدام شوي افغان وګړي د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

د یاد سازمان د راپور له مخې، په روان لمریز کال کې د ایران حکومت ۱۴ افغانان د بېلابېلو جرمونو په تور له زنداني کېدو وروسته اعدام کړي دي.

له دې وړاندې د افغانستان د عدلیې وزارت مسوولانو د ایران د قضاييه قوې چارواکو سره لیدنه کې له هغوی غوښتي وو، چې په یاد هېواد کې د افغان زندانیانو وضعیت ته لا ډېر پام او رسېدنه وکړي.

د یادونې وړ ده چې اوسمهال له درې میلیونه ډېر افغان کډوال په ایران کې اوسېږي او ډېری وخت د ایراني پولیسو له ناوړه چلند سره مخ وي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...