Home » سیمه او نړی » ایران د کرونا وبا مخنیوي په خاطر محدودیتونه اعلانوي

ایران د کرونا وبا مخنیوي په خاطر محدودیتونه اعلانوي

ایران حکومت د کرونا ویروس خپریدو مخنیوي په خاطر (د نومبر له ۲۱ مې) شدید محدودیتونه اعلانوي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني دا خبره پرون په یوه ناسته کې وکړه.

 ایران په منځني ختیځ کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو او مړینو له اړخه تر ټولو زیات ځپل شوی دی.

حسن روحاني وايي محدودیتونه به د پلازمېنې تهران سره سره په ۱۰۰ نورو ښارونو کې هم لګول کیږي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې دا ناروغي د اوږدې مودې لپاره به وي او باید خلک له ده سره ژوند کول زده کړي.

د ایران روغتیايي چارواکي رسنیو ته وویل غیر حیاتي کاروبارونه به وځنډول شي، موټرونه به ښار ته د ننوتو او وتلو اجازه ونه لري.

د ایراني چارواکو د ارقامو له مخې په دغه هېواد کې په کرونا ویروس اخته تر ۴۱ زرو ډېر کسان مړه او تر اوو لکو او ۵۰ زرو ډېر کسان په کرونا ویروس ناروغۍ اخته شوي دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...